پاکستان يو افغان ځانمرګی بريدګر او څو نور کسان نيولي

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي چې د افغانستان د بلخ ولايت يوه اوسيدونکی ځانمرګی بريدګر او د هغه څو ملګري په باجوړ سيمه کې نيول شوي دي. دغې ادارې زياته کړې چې ياد بريدګر تر دې مخکې پاکستان ته داخل شوی و او وروسته وپيژندل شو او ونېول شو.
له دې پېښې سره هممهاله، د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ، د عقرب په ۲۷مه اعلان وکړ چې د استخباراتي عملياتو پر مهال يې په اټک، ډېره غازي خان او لاهور سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان د ډلې اووه غړي او ۲۰ تنه افغان اتباع د يادې ډلې سره د اړيکو په شک نيولي دي. د پوځ له خبرې پاڼې سره سم، په دغو عملياتو کې زيات شمېر چاوديدونکي توکي، جنګي وسلې او نغدې پيسې هم نيول شوي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير، محسن نقوي، تيره اونۍ ويلي و چې د اسلاماباد يوه محکمه او د خيبر پښتونخوا يوه نظامي تأسيسات باندې وروستي ځانمرګي بریدونه د افغان وګړو له خوا ترسره شوي وو.
طالب چارواکو تر اوسه پدې اړه هيڅ تبصره نه ده کړې. د طالبانو له لوري د افراطي عناصرو د فعاليتونو او شتون په وړاندې نه ځواب ورکول په سيمه کې د سولې او امن د ټينګښت پر وړاندې د هغوی پر ژمنتيا شکونه راپورته کړي دي. د سيمې حکومتونه او د امنيت کارپوهان څو ځله خبرداری ورکړی چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د تروريستي ډلو لپاره يو خوندي پناه ځای ګرځېدلی.




