د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

پاکستان کې ۳۱ افغان کډوال نیول شوي

د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو پر ضد د فشارونو د زیاتولو په تازه اقدام کې، د راولپنډۍ په ښار کې ۳۱ افغان مهاجر د قانوني اسنادو د نه‌لرلو په تور نیولي دي. د خبري سرچینو په وینا، له دغه شمېر نیول شویو کسانو څخه دوه تنه د جرم په ارتکاب هم تورن شوي دي.

دغه نیول د پولیسو د “کور پر کور” د تلاشي پراخ کمپاین یوه برخه ده، چې له مخې یې نږدې ۱۱۰۰ کسانو هویتونه په کورونو، دوکانونو او هوټلونو کې څېړل شوي دي. د دې عملیاتو په ترڅ کې، ۳۵ د کورونو مالکین هم نیول شوي، ځکه هغوی د خپلو کرایې‌دارانو په اړه د چارواکو سره معلومات نه‌وو شریک کړي.

په ورته وخت کې، سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۱۳ زره افغان مهاجر له پاکستان څخه وایستل شوي دي. د ایستل شویو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان، خبریالان او د پخواني افغان حکومت ځینې مامورین هم شامل دي. دغه اقدام پراخې بشري اندېښنې راپارولي دي.

په وروستیو اوونیو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د دې لامل شوې چې پاکستاني چارواکي له افغان مهاجرینو سره بې‌سارې سخت چلند غوره کړي. پاکستاني پولیسو، د کورونو د تلاشۍ تر څنګ، خلکو ته خبرداری ورکړی چې له افغانانو سره معاملې ونه‌کړي او کورونه ورته کرایه نه‌کړي.

طالب چارواکي، چې له خپلو ژمنو سره سره د کډوالو د حقوقو د خوندي‌تابه برخه کې هم بې‌کفایته او هم بې‌پروا عمل کوي، تر دې دمه نه‌دي توانېدلي چې له زرګونو هغو اتباعو څخه ملاتړ وکړي چې د پخواني حکومت تر نسکورېدو وروسته یې ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button