امنیت او پېښېمهم خبرونه

په وزیرستان شمالي کې د پاکستان د پوځ د تدارکاتي موټر د سوځولو دعوه شوې

د پاکستان د اتحادالمجاهدین په نوم ډلې (I.M.P) ادعا کړې ده چې د پاکستان د پوځ د خوړو ځانګړی بار وړونکی موټر یې د وزیرستان شمالي د میرعلي په سیمه کې درولی او د هغه مالونه یې ترلاسه کړي دي.

د دغې ډلې په وینا، تر درولو وروسته یاد موټر سوځول شوی دی. تر اوسه پورې خپلواکو سرچینو او د پاکستان رسمي چارواکو نه دا ادعا تایید کړې او نه یې رد کړې ده.

اتحادالمجاهدین پاکستان همدارنګه خبرداری ورکړی چې د پوځ ځواکونو ته د هر ډول اکمالاتي موادو لېږد به له خطر سره مخ وي او دا ډول فعالیتونه به یې هدف وي.

وزیرستان شمالي د پاکستان په شمال لویدیځ کې له هغو ناامنو سیمو څخه ګڼل کېږي چې په وروستیو کلونو کې د وسله‌والو نښتو او د بېلابېلو ډلو د فعالیتونو شاهد پاتې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button