پاکستاني پوځ: افغانستان د ترهګرۍ په پايگاه بدل شوی دی

د پاکستان د پوځ وياند احمدشريف چوهدري ويلي، افغانستان د هغو ترهګريزو عملياتو په مرکز بدل شوی چې پر وړاندې يې پاکستان هدف ګرځي، او له دې لارې د امنيتي ګواښونو کچه لوړه شوې ده. نوموړي دا څرګندونې د سهشنبې په ورځ، د جدي په ۱۶مه نېټه، د ۲۰۲۵ کال د امنيتي وضعيت په اړه په يوه خبري ناسته کې وکړې.
چوهدري زياته کړه چې نړيوالې ټولنې د پاکستان دريځ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې منلی دی. ده ټينګار وکړ چې اسلاماباد تمه لري هغه ګواښونه چې د افغانستان له خاورې سيمې ته متوجه دي، بايد په جدي ډول مهار شي.
د پاکستان د پوځ د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ټول ۵۳۹۷ ترهګريزې پېښې په دغه هېواد کې ثبت شوې دي. له دې جملې، ۳۸۱۱ پېښې په خيبر پښتونخوا، ۱۵۵۷ پېښې په بلوچستان او ۲۹ پېښې په نورو سيمو کې رامنځته شوې دي.
چوهدري همداراز وويل، په همدې کال کې ۲۵۹۷ ياغيان د امنيتي عملياتو پر مهال وژل شوي، چې ډېری يې په خيبر پښتونخوا او ورپسې په بلوچستان کې وو. د ده په وينا، ۱۲۳۵ امنيتي ځواکونه او ملکي وګړي هم په دغو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له دې وړاندې د اسلاماباد امنيتي مطالعاتو مرکز کال ۲۰۲۵ د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال بللی و. په عين حال کې، منتقدان وايي د طالبانو اداره، سره له خپلو ژمنو، نه ده توانېدلې چې د وسلهوالو ډلو له لوري د افغانستان د خاورې له استفادې مخه ونيسي، چې دا کار سيمهييز امنيت ته جدي اغېزې رسولي دي.




