مهم خبرونهنړیوال
د پاکستان د پوځ غوښتنه: رسنۍ دې د يمن د کړکېچ پوښښ نه کوي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې له ټولو تلويزيوني چینلونو او مطبوعاتي رسنيو غوږ نیولی چې د متحده عربي اماراتو او سعودي عرب ترمنځ د يمن د شخړې او تاوتريخوالي په اړه د خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يمن د تاوتريخوالي د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دې اعلاميه کې اسلاماباد يو ځل بيا د يمن د يووالي، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا له پاره خپل ملاتړ تکرار کړی او د دې هېواد د ثبات د ساتنې غوښتنه يې کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت همدارنګه له نړيوالو هڅو ملاتړ کړی چې موخه يې په يمن کې دايمي سولې او ثبات ټينګول دي، او ټينګار يې کړی چې د دې بحران د پای ته رسېدو لپاره سياسي حل ضروري دی.




