سياستمهم خبرونه

د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې اته خبريالان په عمر قيد محکوم کړل

د پاکستان يوې د ترهګرۍ ضد محکمې د جمعې په ورځ اته خبريالان او د ټولنيزو شبکو تبصره‌ليکونکي په غيابې ډول د عمر قيد سزا ورکړه. دغه حکم د هغو تورونو پر بنسټ صادر شوی چې له ترهګرۍ او د پخواني بندي صدراعظم عمران خان له ملاتړ سره تړاو لري.

د محکمې د پرېکړې له مخې، دا قضيې د ۲۰۲۳ د مې نهمې له تاوتريخجنو لاريونونو وروسته ثبت شوې؛ هغه لاريونونه چې د عمران خان له لنډ مهاله نيول کېدو وروسته رامنځته شول، کله چې د ده پلويانو پر پوځي تاسيساتو بريدونه وکړل. له دې وروسته، د پاکستان حکومتي او پوځي ادارو د عمران خان د ګوند او منتقدو غږونو پر ضد پراخه کمپاين پيل کړ او د ترهګرۍ ضد قوانينو له مخې يې سلګونه کسان د حکومت پر ادارو د بريد يا تحريک په تور محاکمه کړل.

محکمې په خپل حکم کې ويلي چې د تورنو کسانو کړنې “د ترهګرۍ په چوکاټ” کې راځي او د هغوی د خپرونو منځپانګه په انلاين فضا کې د ټولنې د “ويرې او بې‌ثباتۍ” سبب شوې ده.

د محکمې اسناد ښيي چې ډېری محکوم شوي کسان له هېواد څخه بهر استوګنه لري او په قضايي پروسه کې حاضر نه وو. په دغو کسانو کې د پوځ پخواني افسران عادل راجه او سيد اکبر حسين چې اوس په يوتيوب فعال دي، او همدارنګه خبريالان وجاحت سعيد خان، صابر شاکر، شاهين سهبهی، حيدر رضا مهدي او معيد پيرزاده شامل دي.

وجاحت سعيد خان چې اوس په نيويارک کې اوسي، د يادې پرېکړې په غبرګون کې ويلي چې هېڅکله ورته احضاريه نه ده استول شوې او د قضايي بهير په اړه خبر نه و. ده دا پرېکړه “سياسي ډرامه” بللې او ټينګار يې کړی چې دا حکم د قانوني مراسيمو او د عادلانه دادرسي له اصولو پرته صادر شوی.

د خبريالانو د ملاتړ کميټې له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې په پاکستان کې دا ډول څېړنې او قضايي تعقيبونه د رسنيو د انتقادي راپورونو په بدل کې د تلافۍ په موخه ترسرهېږي. دغه اداره له چارواکو غوښتنه کړې وه چې د رسنيو فشار، ګواښونه او سانسور پای ته ورسوي.

محکمې د عمر قيد تر څنګ مالي جريمې او نورې جزايي سزاګانې هم ټاکلې دي او خبرداری یې ورکړی چې که جريمه ورنه‌کړل شي، د بند موده به نوره هم زياته شي. دا احکام د نهايي پلي کېدو لپاره د اسلام‌اباد د لوړې محکمې له تاييد پرته عملي کېدای نه شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button