امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبان: پاکستان د کابل او کندهار ښارونه د هوايي بریدونو لاندې نیولي

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، ویلي چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان ځینې برخې د هوايي بریدونو لاندې نیولي دي. د هغه په وینا، دا بریدونه د جمعې په ورځ، د کب ۲۲مه، د کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو په شمول ترسره شوي دي.

مجاهد په خپله د ایکس په پاڼه کې لیکلي چې په ځینو بریدونو کې د ملکیانو کورونه په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. نوموړي د تلفاتو د شمېر او د زیانونو د کچې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند همدارنګه ادعا کړې چې د پاکستان پوځ د خصوصي هوايي شرکت «کام‌ایر» د تېلو زېرمه چې د کندهار هوايي ډګر ته نږدې ده، په نښه کړې ده. د هغه په خبره، دا شرکت د ملکي الوتکو او د ملګرو ملتونو د الوتنو لپاره تېل برابروي.

مجاهد زیاته کړې چې تر دې مخکې هم د یوه افغان تاجر، حاجي خانزاده، د تېلو زېرمه تر برید لاندې راغلې وه. تراوسه د پاکستان چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څرګند غبرګون نه دی ښودلی او د پېښې د څرنګوالي په اړه خپلواکې جزئیات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button