امنیت او پېښېمهم خبرونه

د پاکستان هوايي برید د طالبانو پر یوه مرکز په لغمان کې

سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د پاکستان جنګي الوتکو د طالبانو د ادارې یوه پوځي قوماندانۍ مرکز د لغمان ولایت د غمبري په سیمه کې د هوايي برید هدف ګرځولی دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د دواړو لورو ترمنځ پولي تاوتریخوالی په تېرو میاشتو کې ډېر شوی دی.

د سرچینو په وینا، تر برید وروسته هم د پاکستان الوتکې د غمبري پر فضا یو مهال ګرځېدې. تر اوسه د طالبانو اداره د دې برید د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

لغمان ولایت د افغانستان ختیځ ته، د پاکستان پولې ته نژدې موقعیت لري، او تر دې وړاندې هم د پولي خوځښتونو او نښتو شاهد پاتې شوی دی. په هر حال، د دغسې پېښو دوام د سیمه‌ییزو اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړي او دا پوښتنې یې راولاړې کړې دي چې د طالبانو اداره د پولي سیمو د امنیت د مدیریت لپاره څه ډول تګلاره لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button