امنیت او پېښېمهم خبرونه

فطرت: د پاکستان د هوايي بريد قربانيان ملکي وګړي وو

حمدالله فطرت، د طالبانو د ادارې د مرستيال وياند، ويلي چې د پاکستان په وروستي هوايي بريد کې د ننګرهار ولايت پر ځينو سيمو ۱۳ تنه وژل شوي چې د ده په وينا زياتره يې ښځې او ماشومان وو او ټول ملکي وګړي وو. هغه زياته کړه چې دا بريد، د اسلام‌اباد د ادعا خلاف، د «ترهګرو» پر ضد نه و. فطرت د يکشنبې په ورځ، د کب په درېیمه نېټه، پر خپل ایکس پاڼه وليکل چې د قربانيانو د بدن ټوټې له سيمې راټولې شوې او د اجسادو هيڅ برخه په بشپړ ډول نه ده پاتې شوې.

فطرت وويل، پاکستان مخکې ادعا کړې وه چې دا بريد د وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو شوی؛ خو ټينګار يې وکړ چې وژل شوي کسان «عام وګړي» وو. نوموړي د پاتې اجسادو ته په اشارې وويل: «دا هماغه ترهګر دي چې د پاکستان نظامي رژيم پرون ادعا کړې وه چې پر دوی يې بريد کړی دی.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې آصف دراني، د پاکستان پخواني استازي په افغانستان کې، ويلي وو چې هوايي بريدونه د پاکستاني طالبانو تحريک او داعش پر پټنځایونو ترسره شوي او دا د افغان طالبانو لپاره يوه روښانه او سنجول شوې پيغام وه.

په وروستيو مياشتو کې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی دی. اسلام‌اباد څو ځلې ويلي چې د پاکستاني طالبانو تحريک غړي د افغانستان په خاوره کې شتون لري، خو د طالبانو اداره دا ادعا ردوي. سره له دې، د حملې شويو سيمو ته د خپل‌واک لاسرسي نشتوالی او د شفافيت کمښت له امله د دواړو لوريو د ادعاوو بې‌طرفه ارزونه ګرانه کړې او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button