اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان سره د پاکستان صادرات ۵۶ سلنه کم شوي

د پاکستان مرکزي بانک ويلي، د دغه هېواد صادرات افغانستان ته د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د پام وړ ۵۶ سلنه راکم شوي او د دې ارزښت ۲۱۹ ميليونه او ۴۸۹ زره ډالرو ته رسېدلی دی. د دې مالي بنسټ د راپور له مخې، د پاکستان او د طالبانو ادارې ترمنځ په ميزان مياشت کې د پولو تاوتريخوالي او نښتو د دواړو اړخونو تر منځ سوداګريزې چارې ځنډولې، چې اغېزې يې د دواړو لوريو سوداګرو او اوسېدونکو ته څرګندې دي. همدارنګه، د پاکستان مرکزي بانک شمېرې ښيي چې د دغه هېواد سوداګريز کسر د خپلو نهو ګاونډيو هېوادونو سره د ۲۰۲۶ مالي کال په نيمایي کې ۴۴ سلنه زيات شوی او ۷ ميليارده او ۶۸۳ ميليونه ډالرو ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، د پاکستان ټول صادرات افغانستان، چين، بنګله دېش، سريلانکا، هند، ايران، نيپال، بوټان او مالديو ته د ۲۰۲۶ مالي کال د جولای تر دسمبر پورې د ۱۸.۵۶ سلنه په کموالي سره ۱ ميليارده او ۹۶۵ ميليونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دا شمېر په تېر کال کې ۲ ميليارده او ۴۱۳ ميليونه ډالره وو. اقتصادي کارپوهان باور لري چې سياسي بې‌ثباتي، د تګ راتګ بندې لارې او د طالبانو ادارې له خوا د روښانه اقتصادي تګلارو نشتوالی نه يوازې له پاکستان سره دوه اړخيزه سوداګري اغېزمنه کړې، بلکې د افغانستان سيمه‌ييز سوداګريز موقعيت هم په جدي ډول کمزوری کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button