سياستمهم خبرونه

پاکستان: د افغانستان څخه د ترهګرو ډلو فعالیتونه د سیمې لپاره لوی ګواښ دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه راپور څرګندوي چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو حضور او فعالیتونه دوام لري؛ دا خبره له هغې ادعا سره ټکر لري چې ګواکې د طالبانو اداره نورو هېوادونو ته د برید لپاره د افغانستان له خاورې د کارولو مخه نیسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي، ویلي چې دغه ډلې نه یوازې دا چې د اسلام‌آباد او د طالبانو ترمنځ د ثابتو اړیکو جوړېدو ته خنډ ګرځي، بلکې د سیمې د سولې او امنیت لپاره هم جدي تهدید بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د امنیت شورا په راپور کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، داعش-خراسان څانګې، او القاعدې د فعالیتونو یادونه شوې، چې دا ډلې د سیمې د هېوادونو لپاره د امنیتي اندېښنو لامل شوې دي.

اندُرابي زیاتوي، د راپور له مخې، تحریک طالبان پاکستان د سیمې تر ټولو ستر امنیتي ګواښ بلل شوی، او دا چې د دې ډلې له لوري له افغانستان څخه فعالیت دوام لري، دا د طالبانو د ادارې د امنیتي مسؤلیتونو او د سیمې پر ثبات د احتمالي اغېزو په اړه مهمې پوښتنې راولاړوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button