پاکستان: د افغانستان د ثبات لپاره له سیمې هېوادونو سره په تماس کې یو

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف نن (شنبه) په یوه خبري ناسته کې ویلي چې اسلاماباد له قطر، سعودي عربستان، ترکیې او ایران په ګډون د سیمې له هېوادونو سره په تماس کې دی څو د افغانستان وضعیت ښه شي. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت باید درک کړي چې د افغانستان امنیت د همدې هېواد په ګټه دی او نړیواله ټولنه به له دې سره د بیا رغونې برخه کې مرسته وکړي.
خو خواجه آصف دا هم ادعا وکړه چې افغانستان او هند په شریکه د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو تر شا ولاړ دي. د پاکستان چارواکو څو ځله ویلي چې دا بریدونه د هغو وسلهوالو له لوري تنظیمېږي چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
په مقابل کې، اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړې او په ګوته کړې یې ده چې دوی نشي کولای د پاکستان د امنیت ضمانت ورکړي. راپورونه دا هم ښيي چې د اکتوبر له یوولسمې نېټې راهیسې د پاکستان د هوايي بریدونو او د دیورند کرښې په نږدې سیمه کې د خونړیو نښتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري درېدلې ده.




