اقتصاد

د قندهار په نیش او غورک ولسوالیو کې د دوو بندونو د جوړولو کار پیل شو

د قندهار د کرنې ریاست چې اوس مهال د طالبانو تر اداره لاندې فعالیت کوي، اعلان کړی چې د نیش او غورک ولسوالیو لپاره د دوو بندونو د جوړولو پروژه پیل شوې ده. دا پروژه د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د ټول ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کېږي.

د قندهار د کرنې ریاست ویاند، محمد حنیف حقمل ویلي، چې یو بند به د غورک ولسوالۍ په «لیونۍ دره» سیمه کې جوړ شي او بل به د نیش ولسوالۍ په «باغا» کلي کې جوړېږي. د غورک بند به د ۵۰ زره مترمکعب اوبو ظرفیت ولري او د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت به جوړ شي. بل بند، چې په نیش کې جوړېږي، به د ۱۵ زره مترمکعب ظرفیت ولري او درې میلیونه افغانۍ به پرې ولګول شي.

چارواکي وایي، چې له دغو بندونو څخه به د دغو ولسوالیو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه اوبه ترلاسه کړي او همدا راز، د پروژې د تطبیق پر مهال به لسګونه ځايي اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شي. تمه ده چې دا پروژه به په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړه شي.

سره له دې چې دا ډول پروژې کولی شي د سیمې په کرنه او اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي، خو لا هم د شفافیت، د تطبیق د کیفیت او د منابعو د عادلانه کارونې په اړه اندېښنې موجودې دي. څارونکي بنسټونه وايي، چې د خپلواکې څارنې نشتوالی او د خلکو د ګډون نه شتون کولای شي چې د لرې پرتو سیمو د بیا رغونې او پرمختګ پروسه له جدي ننګونو سره مخامخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button