د پولهو تړل کېدو له امله د پاکستان نه افغانستان ته د درملو صادرات ټولیز تهدر شوی

د پاکستان د درمل جوړونې صنعت چارواکي وايي، چې د تورخم او چمن د پولهو تکراري بندېدو له امله د دغه هېواد نه افغانستان ته د درملو صادرات په بشپړ ډول درېدلي، چې دې سره نزدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو ارزښت لرونکي درمل له تباهۍ سره مخ دي.
د پاکستان د درملو تولیدوونکو ټولنې په وینا، سلګونه باروړونکي موټر چې پکې انټيبیوتیکونه، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور حیاتي مواد شته، اوس مهال د پولهو، خشکه بندرونو او یا هم د هېواد دننه ګودامونو کې بند پاتې دي. یوه درمل جوړونکې کمپنۍ ویلي چې د ۸۵۰ میلیونه کلدارو په ارزښت یو بار یې د پولهو په سر درېدلی، او له ۵۰ زیاتې نورې کمپنۍ هم له ورته ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.
توقیرالحق، چې د درملو د تولیدوونکو ټولنې استازی دی، دغه وضعیت د درمل جوړونې پر صنعت یو “بنيادي ګواښ” بللی او خبرداری یې ورکړی، چې د درملو صادراتو درېدنه نه یوازې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې زیانمنوي، بلکې له منځنۍ آسیا هیوادونو لکه ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او قزاقستان سره د پاکستان تجارتي لارې هم اغېزمنوي.
نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان سره د صادراتو بندېدو له امله ګڼ فابریکې د جبرانناپذیر مالي زیان سره مخ شوي او پانګهوال اوس د تجارتي لارو د بدلون په فکر کې دي. کارپوهان وايي، چې د سیمې د سوداګرۍ په بهیر کې اختلال نه یوازې د درملو صادرات اغېزمن کړي، بلکې د پاکستان–افغانستان–ازبکستان د اورګاډي د کرښې په څېر پروژې یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړي.
بل لور ته، اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د طالبانو اداره باید له پاکستان سره په همغږۍ د پولهو د بېرته پرانستلو او د درملو د لېږد اړوند اسانتیاوو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، ځکه که دا وضعیت دوام ومومي، نو د افغانستان د بازارونو لپاره به د درملو کموالی او د خلکو د روغتیايي ستونزو زیاتوالی رامنځته کړي.




