پاکستان له افغانستان سره د سرحدي شخړو وروسته د افغان کډوالو ایستنه چټکه کړې

د طالبانو تر ولکې لاندې د مهاجرو چارو ریاست ویلي، چې پرون پاکستان ۱۱۹۸ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي. دا اقدام وروسته له هغه ترسره شوی، چې د څو ورځو راهیسې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سرحد پر اوږدو شخړې زیاتې شوې دي.
په تېره اوونۍ کې، چې له افغانستان سره د پاکستان نظامي ترینګلتیاوې زیاتې شوې، اسلاماباد او نورو ښارونو کې د افغان مهاجرو د نیولو او شړلو بهیر چټک شوی. دا فشارونه د افغان مهاجرو د کورنیو او بشري حقونو د فعالینو تر منځ پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.
هممهاله له دغو شخړو سره، پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو لارې تړلې دي، خو یوازې د افغان مهاجرو جبري انتقال لپاره پرانیستې پاتې دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د چمن دروازه د دواړو لوریو ترمنځ د نښتې وروسته لا هم تړلې ده او سلګونه مسافر، سوداګر او کورنۍ له دواړو خواؤ پوله حیرانې پاتې دي.
راپورونه ښيي، چې د تېرې شپې نښتې وروسته پاکستاني ځواکونو خپل امنیتي تدابیر سخت کړي، او طالبانو هم په ځانګړي ډول د سپین بولدک په سیمه کې خپلې سرحدي موقعیتونه پیاوړي کړي دي. ځايي سرچینو ویلي، لسګونه افغان وګړي، چې غوښتل هېواد ته ستانه شي، په سړه هوا او لږو امکاناتو سره د سرحدي دروازو تر شا ساعتونه انتظار کړی دی.
له دې سره، چې پر مهاجرو فشارونه زیات شوي او ستنیدل یې لا سخت شوي، پر طالبانو د خلکو او فعالینو نیوکې هم زیاتې شوي، د دې لپاره چې د ګاونډیو هېوادونو د اغېزمنو شویو وګړو ملاتړ کې لازم ګامونه نه اخلي.




