پاکستان هند د سریلانکا ته د مرستو په وړاندې خنډ جوړولو تورن کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هندوستان تورن کړی چې د الوتنې د اجازې په ورکولو کې د ځنډ له امله یې د دغه هېواد د بشري مرستو رسولو بهیر د سریلانکا زیانمنو شویو خلکو ته ټکنی کړی دی.
د دې وزارت په رسمي اعلامیه کې راغلي، یوه ځانګړې الوتکه چې د سیلابونو او ځمکښناوې له امله زیانمنو سریلانکایانو ته عاجلې مرستې لېږدولې، لا هم د ۶۰ ساعتونو له تېرېدو وروسته د هند له فضايي حریم نه د تېرېدو اجازې ته په تمه ده. د پاکستاني چارواکو په وینا، هند تر دوه ورځني ځنډ وروسته، د الوتنې لپاره یوه ډېره محدوده لاره منظور کړې چې نه یوازې ناکافي بلکې له عملیاتي پلوه هم نهشي پلی کېدلی.
یاده اجازه یوازې څو ساعته اعتبار لري او د بېرته ستنېدونکي پرواز اجازه نه ورکوي، چې د پاکستان په باور، دا کار د سریلانکا له خلکو سره د عاجلو مرستو بهیر جدي خنډ سره مخ کړی دی.
په تېرو ورځو کې په سریلانکا کې سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکښناوي یو بحراني وضعیت رامنځته کړی چې د راپورونو له مخې، له درې سوه زیات کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور لادرکه شوي دي.
د طالبانو اداره که څه هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د سیمې له انسان دوستانه او نړیوالو هڅو سره د همغږي مسئولیت لري، خو تر اوسه یې د دې پېښې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.




