امنیت او پېښېمهم خبرونه

د ۲۰۲۵ کال پاکستان لپاره په تېره لسیزه کې تر ټولو مرګونی کال بلل شوی

د «سويلي آسيا د ترورېزم پورټل» له لوري خپاره شوې شمېرې ښيي چې ۲۰۲۵ کال د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د پاکستان تر ټولو مرګونی کال ثبت شوی دی. په دغه کال کې د ناامنۍ له امله د تلفاتو کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې څلور زره پوځي او ملکي وګړي په ټول پاکستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا تلفات د يو زر څخه زیاتو امنيتي پېښو کې ثبت شوي دي.

د راپور د جزئیاتو پر بنسټ، د بمي چاودنو او وسلوالو نښتو پېښې د دې تلفات اصلي لاملونه بلل شوي دي. دا پېښې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې رامنځته شوي او د پاکستان د امنيتي حالت پر خرابېدو یې ژوره اغېزه کړې ده.

پاکستان په تېرو کلونو کې هم د امنيتي ننګونو سره مخ و، خو د ۲۰۲۵ کال شمېرې له پخوانیو معلوماتو سره د پرتله کولو پر مهال ښيي چې د تاوتریخوالي کچه له ۲۰۱۵ کال راهيسې تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button