حکمتیار له پاکستانه د طالبانو پر ضد د ګواښونو د بندېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له پاکستان سره د طالبانو د حکومت د تاوتریخوالي د زیاتوالي په غبرګون کې له پاکستاني سیاسي ټولنې او خلکو غوښتي چې د اسلاماباد هغه ګواښونه وغندي چې هغه یې ‘نامسؤلانه’ بولي.
ښاغلي حکمتیار ویلي، د پاکستاني چارواکو ګواښوونکی طرز بیانیه کولی شي جدي او اندېښمنونکي پایلې ولري. دا څرګندونې یې په یوه یادښت کې کړې چې زوی یې، حبیبالرحمن حکمتیار، په اکس (پخواني ټویټر) کې خپرې کړې دي.
هغه د پاکستان د ولسي جرګې د وکیلانو او خلکو چوپتیا د طالبانو پر ضد د مستقیمې جګړې د ګواښونو په تړاو غندلې او خبرداری یې ورکړی چې دې وضعیت کې ښايي د دریمو هیوادونو، په ځانګړې توګه د هند، ګټې خوندي شي.
د حزب اسلامي مشر د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلاماباد پر روانو پالیسیو هم کلکه نیوکه کړې ده او د افغان کډوالو جبري اخراج او سپکاوی یې ‘غیرانساني او بې رحمي’ بللی دی. ده ویلي، د کډوالو کورونه د بلدوزرونو لهخوا ورانېږي او دا کار د انساني اصولو سره په ټکر کې دی.
حکمتیار د وسلوالو ډلو لکه «بیاېلای» او «ټيټېپي» فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي چې د دوی بریدونه د دې وروسته پیل شول چې ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل؛ هغه موده چې، د ده په وینا، هند د امریکا له ملاتړه د پاکستان ضد جنګیالي روزل.
هغه هیله څرګنده کړې چې پاکستان دې په وړاندې د افغانستان یوه نوې، رغوونکې او ثابته تګلاره غوره کړي. د حکمتیار په باور، اختلافونه باید د خبرو له لارې، د متقابل تعامل او درناوي او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه مداخلې له لارې حل شي.




