په لغمان کې د پاچهجوي کانال د يوې برخې د بيا رغونې کار پيل شو

د لغمان د اوبو او انرژۍ رياست اعلان کړی چې د دغه ولايت په مرکز پورې اړه لرونکې د «ګبري» په سيمه کې د پاچهجوي کانال د يوې برخې د بيا رغونې کار پيل شوی دی. د مسئولينو په وينا، دغه پروژه د کانال شاوخوا شپېته متره د ترميم او نوى کولو کارونه رانغاړي.
مولوي شيرجان راشدي، د لغمان د اوبو او انرژۍ رئيس، د باختر آژانس خبريال ته ويلي چې د دغه پروژې د پلي کېدو لګښت شاوخوا نوي زره امريکايي ډالر اټکل شوی او د يوه همکار بنسټ په مرسته عملي کېږي. د هغه په وينا، د بيا رغونې چارې به په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
د مهترلام پاچهجوي کانال د الينګار له دريابه سرچينه اخلي او د لغمان په مرکز کې له مهمو اوبوزرعي تاسيساتو څخه شمېرل کېږي. دا کانال ۲۳ کيلومتره اوږدوالی او شاوخوا شپږ متره پلنوالی لري او د چاپېره کرنيزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې مهم رول لوبوي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د دغه کانال له لارې نږدې ۹۵۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبېږي. د سيمې اوسېدونکي تل ټينګار کوي چې د دغو تاسيساتو پر وخت ساتنه او بيا رغونه د کرنې او د کورنيو د معيشې د دوام لپاره حياتي ارزښت لري. دوی تمه لري چې د طالبانو اداره په لغمان کې د دې پروژې پر پلي کېدو روڼ او دوامدار څار ولري.




