کلتور او هنرمهم خبرونه

په دوه اونیو کې له پنځوس زرو ډېرو کورنیو او بهرنیو گردشګرو هرات ته سفر کړی

د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، په تېرو دوو اونیو کې له پنځوس زرو ډېرو کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د دې ولایت تاریخي او تفریحي ځایونه لیدلي دي. د دوی په وینا، د پاشدان بند او د اختیارالدین تاریخي کلا تر ټولو ډېر لیدونکي ځانته جذب کړي او د ګرځندویانو د اصلي راټولېدنې ځایونه ګرځېدلي دي.

د پاشدان بند، چې د وروستیو موسمي بارانونو له امله نږدې له اوبو ډک شوی، پدې ورځو کې د زرغون منظرې او معتدلې هوا له کبله د هرات اوسېدونکو او د نورو ولایتونو د مسافرو لپاره یو له مشهورو تفریحي ځایونو څخه ګرځېدلی دی. ډېری کورنۍ د رخصتیو ورځې د تېرولو او د طبیعت له ښکلا ګټې اخیستلو لپاره دې سیمې ته ځي.

د اختیارالدین کلا، چې په هېواد لوېدیځ کې له مهمو تاریخي اثارو څخه شمېرل کېږي، هم په دې موده کې د ګڼو لیدونکو کوربه وه. دا کلا، چې تاریخ یې لرغونو دورو ته ورګرځي، د هرات له فرهنګي نښو څخه بلل کېږي.

مسوولین د هوا د ښه کېدو او د طبیعت د زرغونتیا وضعیت د هغو مهمو لاملونو څخه بولي چې د هرات د سفرونو په زیاتېدو یې اغېز کړی دی. د هغوی په باور، په وروستیو ورځو کې د مناسب اقلیمي شرایطو شتون د دې ولایت د ګرځندوی سکتور ته د لا رونق زمینه برابره کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button