اوربان: د روسیې بندیزونه د اروپا اقتصاد ته تاواني تمام شوي

د مجارستان لومړي وزیر ویکتور اوربان ویلي، هغه بندیزونه چې د روسیې د کمزوري کولو لپاره لګول شوي وو، په عمل کې یې د اروپا لپاره درانه اقتصادي زیانونه درلودي او د دې وچې اقتصاد ته یې تاوان رسولی دی.
اوربان په ټولنیزې شبکې ایکس کې په یوې لیکنې کې وویل چې بروکسل ژمنه کړې وه چې بندیزونه به مسکو له منځه یوسي، خو پایله یې د انرژۍ د بیو سخت لوړوالی، د سیالۍ وړتیا له لاسه ورکول، او د اروپا د اقتصادي ودې له بهیره وروسته پاتې کېدل وو.
د مجارستان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې دا حالت د ناسم سیاسي تصمیم نیولو بیه ده، او پر ځای د دې چې کړکېچونه زیات شي، باید د خبرو اترو او مذاکرې لاره ونیول شي.
د مجارستان حکومت د اوکراین د کړکېچ له پیله تل پر دې ټینګار کړی چې دا شخړه باید ژر او په سولهییزو لارو حل شي. اوربان تر دې مخکې ویلي و، د اوکراین جګړه او د لویدیځ بندیزونه د روسیې پر وړاندې د مجارستان اقتصاد ته د ۲۰ تر ۳۰ میلیاردو یورو پورې زیان رسولی دی.




