سياستمهم خبرونه

د عمان د ترانسپورت وزیر د طالبانو د ادارې له مسؤل سره په مسقط کې ولیدل

سعید بن حمود بن سعید الموالی، د عمان د ترانسپورت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، په مسقط کې د طالبانو د ادارې د ترانسپورت او هوايي چلند له مسؤل حمیدالله آخندزاده سره ولیدل او خبرې یې وکړې.

د عمان د ترانسپورت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د ترانسپورت، لوژستیکي خدماتو او د دغه همکاریو د پیاوړتیا په لارو چارو بحث وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د خبرو اصلي تمرکز موجودو فرصتونو ته و، څو د هوايي چلند او ځمکنۍ ترانسپورت په برخو کې همکاري نوره هم پراخه شي؛ هغه برخې چې د تګ راتګ، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

حمیدالله آخندزاده د سه‌شنبې په ورځ د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ عمان ته سفر کړی دی. د رسمي سرچینو په وینا، د دې سفر هدف د دواړو لورو ترمینځ د هوايي چلند او ځمکنۍ ترانسپورت په برخو کې د کاري اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button