د عمان او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو د ايران د اټومي تړون په اړه په جنيوا کې ليدنه کړې

د عمان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير بدر البوسعیدي په جنيوا کې د ايران د اسلامي جمهوريت له بهرنیو چارو وزير سيد عباس عراقچي سره ليدلي او خبرې يې ورسره کړي دي. د دې ليدنې اصلي موضوع د ايران د وړانديزونو ارزونه وه څو د اټومي تړون د ترلاسه کولو امکان وڅېړل شي.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بيان کې راغلي چې دواړو خواوو د تړون د ترلاسه کولو لارو او د خبرو اترو د پرمختګ پر زمينو تبادله نظر کړې ده، خو د وړانديزونو د محتوا په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
د بيان له مخې، د عمان د بهرنیو چارو وزير په دې ناسته کې ټينګار کړی چې مسقط د خبرو اترو او هڅو ملاتړ کوي تر څو د منلو وړ حللارې وموندل شي. عمان په تېرو کلونو کې په ځينو سيمهييزو ديپلوماتيکو بهيرونو کې د اسانتيا برابرولو رول هم لوبولی دی.
همدارنګه، د عمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې البوسعیدي ټاکل شوې نن سهار په جنيوا کې د امريکايي مذاکراتي ټيم سره هم وګوري. دا ليدنې د ايران د اټومي دوسيې په اړه د ديپلوماتيکو هڅو د دوام برخه ده.




