په اوکلاهما کې پراخ اور لګیدو زرګونه خلک بېځایه کړي

د امريکا د اوکلاهما ایالت په وودوارد ښار کې د پراخ اور لګیدو له امله سیمه ییزو چارواکو د ښار یوې برخې د بیړني تخلیې امر کړی او شاوخوا څلور زره اوسېدونکي یې اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.
د راپورونو له مخې، دا اور د سختې ګرمۍ او وچکالۍ له کبله په سیمه ییزو ځنګلونو کې رامنځته شوی دی. د وودوارد ښار نږدې دولس زره اوسېدونکي لري او شاوخوا یوه درېمه برخه یې د دې پېښې له امله اغېزمنه شوې ده.
راپورونه وايي، اور نږدې ۱۴۰ میله شمال لوېدیځ د اوکلاهما سټي څخه پیل شوی او د جنوب لوېدیځ له لوري د شاوخوا شپېته میله په ساعت بادونو له امله د لمبو خپرېدل لا چټک شوي دي.
په عین وخت کې، د وروستیو ورځو په ترڅ کې د ټېکساس، نیومکسیکو او میسوري ایالتونو کې هم نوې اورلګیدنې رامنځته شوې دي. سیمه ییزو چارواکو د دوامدارې وچکالۍ او د هوا د تودوخې د لوړېدو په اړه خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د خوندیتوب لارښوونې جدي ونیسي.




