د خام تېلو بیې لوړې شوې؛ د برېنټ بیه له ۱۰۶ ډالرو واوښته

د ایران د نښتو د دوام او د هغې د اغېز له امله په منځني ختیځ کې د سمندري لېږد او د انرژۍ په تولید اغېزمن شوی، چې له دې سره د برېنټ خام تېلو بیه له ۱۰۶ ډالرو وارده شوه او د امریکا د خام تېلو بیه هم په هر بېرل کې له ۱۰۰ ډالرو پورته ختلې ده.
د اسوشیتېدپرس د راپور له مخې، د ایران جګړې لا هم د سیمې د تېلو د لېږد او تولید پر فعالیتونو سیوری غوړولی او همدا وضعیت په نړیوالو بازارونو کې د بیو د لوړوالي لامل شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د «ویسټ ټېکساس اینټرمیډیېټ» سپک او خوږ خام تېل، د شیکاګو د اجناسو په تبادله کې د راکړې ورکړې له بیاپیلېدو لږ وروسته، په هر بېرل شاوخوا ۱۰۱ ډالرو پلورل شوي دي. دا شمېر د جمعې د ورځې د ۹۸.۷۱ ډالرو تړل شوې بیې په پرتله ۲.۳ سلنه لوړوالی ښيي.
په عین حال کې، د برېنټ خام تېل، چې د تېلو د نړیوالو بیو د لرلو معیار بلل کېږي، د ۲.۴ سلنه په زیاتوالي سره له ۱۰۶ ډالرو لوړ پلورل شوي دي. د تېلو د بیو زیاتوالی عموماً د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو، د انتقال پر لګښتونو او د بېلابېلو هېوادونو د توکو پر بیو مستقیم اغېز لري.




