د تېلو د بيې لوړېدو د امريکا او اروپا د سون توکو نرخونه لوړ کړي

د خام تېلو بيه چې د هر بېرل له ۹۰ ډالرو واوښتله، د امریکا د سون توکو بيې هم لس سلنه لوړې شوي دي. د رويټرز راپور وايي، دا زياتوالی د امريکايي وګړو پر اقتصادي وضعې فشار زيات کړی او د انفلاسیون په اړه اندېښنې سختې کړې دي.
د رويټرز د راپور له مخې، د پټرولو او ډیزلو د بيو زياتوالی د نومبر تر منځمهالو ټاکنو مخکې د جمهوريپال ګوند لپاره، چې مشري يې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوي، يو مهم سياسي ازموينه ګرځېدلې ده. شنونکي وايي، د انرژۍ د بازار بدلونونه کولای شي پر ټاکنیزو سياليو اغېز ولري.
په عين وخت کې په اروپا کې، د فایننشېل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د جټ سون توکو بيې په بېسارې توګه لوړې شوې دي. دا توکي د اروپا د شمال ختیځ بازار کې د پنجشنبې په ورځ ۱۲ سلنه لوړ شول او هر ټن يې ۱۴۱۶ ډالرو ته ورسېد، چې دا د جون ۲۰۲۲ راهیسې تر ټولو لوړ کچه ده.
د «آرګوس» مؤسسې د معلوماتو له مخې، د جټ سون توکو بيه په يوه اوونۍ کې ۷۱ سلنه لوړه شوې، او د برېنټ تېلو سره يې توپير ۹۷ ډالرو ته رسېدلی، چې دا د انرژۍ په بازار کې يو نوی رېکارډ بلل کېږي.
په آسيايي بازارونو کې هم د جټ سون توکو او برېنټ تېلو تر منځ توپير په يو پړاو کې شاوخوا ۲۰۰ ډالرو ته رسېدلی او وروسته نږدې ۸۰ ډالرو ته راکم شوی. دا په داسې حال کې ده چې د جګړې تر پيل مخکې دا توپير يوازې شل تر پينځه ويشت ډالرو پورې و. ځينو شنونکو دا حالت غيرعادي بللی او ويلي يې دي، په ځينو معاملو کې د جټ سون توکو بيه حتی د خام تېلو دوه چنده شوې ده.
کارپوهان د هرمز تنګي ګډوډي د دې بيې د لوړېدو يو اصلي لامل بولي. هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد يو مهم مسير دی، او د تېلبارو کشتيو د تګ راتګ محدودېدو سره د خام تېلو او جټ سون توکو عرضه کمه شوې ده. اټکل کېږي چې د اروپا شاوخوا ۴۰ سلنه د جټ سون توکي له دې لارې تامينېږي او کوېت د دې توکو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی.
د بېځايه شوو مسافرو د لېږد پروازونو زياتوالي هم د بازار فشار زيات کړی دی. د «فلایټدېټا۲۴» د معلوماتو له مخې، د عمان په مسقط هوايي ډګر کې د چهارشنبې په ورځ ۲۷۳ الوتنې ترسره شوې، په داسې حال کې چې د جګړې تر پيل وړاندې دا شمېر ۲۴۸ و.
راپورونه څرګندوي چې د مسقط هوايي ډګر کې د سون توکو کمښت ځينو هوايي شرکتونو اړ کړي چې د سون ډکولو لپاره نورو هوايي ډګرونو ته، لکه رياض او قاهره، ولاړ شي. دا کار د عملياتي لګښتونو د زياتېدو او د الوتنو د مهالوېش د ګډوډېدو لامل شوی دی.




