اقتصادمهم خبرونه

له اسلام‌قلعې څخه هرات ته د لسګونو دانو غوړو کانتینرونه وارد شول

د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي چې د خوراکي غوړو لسګونه کانتینرونه د اسلام‌قلعې بندر له لارې هېواد ته داخل شوي او د هغوی د لېږد بهیر د کورنیو بازارونو پر لور پیل شوی دی.

نوموړي په ټولنیز شبکه اکس کې په خپره شوې ویدیو کې ویلي، دا محموله د اسلام‌قلعې له پوله راغلې ده؛ هغه لاره چې د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو سوداګریزو دهلیزونو څخه شمېرل کېږي.

د سعیدي په وینا، د دې اندازې د غوړو له عرضه کېدو سره تمه ده چې په ښارونو کې د غوړو بیې راټیټې شي. خو د ده په خبره، د دې وارداتو د اغېز اندازه به د وېش، د بازار د څارنې او د احتکار د مخنیوي له څرنګوالي سره تړلې وي.

په وروستیو میاشتو کې، د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو د لومړنیو توکو، په ځانګړي ډول د خوراکي غوړو د بیې د بدلونونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له د طالبانو له ادارې یې غوښتي چې د بیو د ثبات لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button