د اسلامي همکاریو سازمان استازي د طالبانو له بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

طارق علي بخيت، چې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړی استازی دی، کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولهیزو ترینګلتیاوو د خبرو له لارې د حل پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه لیدنې پر مهال د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت، د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر، د مخدره موادو قاچاق او سیمهییز وضعیت په شمول ډېرې مهمې موضوعګانې تر بحث لاندې نیول شوې دي. امیرخان متقي همداراز د پاکستان سره د وروستیو ترینګلتیاوو او په استانبول کې د ترسره شویو خبرو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان استازي ته معلومات ورکړي دي.
د طالبانو اداره وايي، چې خبرې اترې د شخړو د پای ته رسولو لپاره یوه مناسبه او اغېزمنه لاره ده. خو ډېر شنونکي باور لري، چې د طالبانو نظامي چلند له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان سره، د سیمې د بېباورۍ د ډېرېدو لامل شوی دی.
طارق علي بخيت په دې لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان غواړي په افغانستان کې وضعیت ښه شي او دغه سازمان چمتو دی چې د لا ډېرو همکاریو زمینه برابره کړي.
نوموړي ژمنه کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د اسانتیا لپاره به له یاد سازمان سره تړلو هېوادونو سره خبرې وکړي.
که څه هم د طالبانو اداره د دې لیدنې جزییات خپاره کړي، خو تر اوسه د اسلامي همکاریو سازمان پخپله دې لیدنه رسمي نظر نه دی څرګند کړی. کارپوهان باور لري، چې د دې سازمان چوپتیا ښايي د هغو احتیاطونو ښکارندوی وي، چې دا اداره یې د داسې یو حکومت سره په تعامل کې لري، کوم چې د ډېرو هېوادونو لهخوا لا تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.




