د اسلامي همکاری سازمان د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه وکړه

د اسلامي همکاری سازمان د بشردوستانه چارو مرستیال رییس د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په غبرگون کې ویلي چې باید د اختلافونو د حل لپاره د خبرو او ډیپلوماسۍ لاره و کارول شي. هغه د روانو شخړو په اړه د اندېښنې تر څنګ د دې سازمان ملاتړ د افغانستان له ولس څخه هم روښانه کړ.
خلیل ابراهیم اوکور هیله څرګنده کړه چې «سوله او عقلانیت» دې د دواړو هیوادونو پر اړیکو واکمن شي او کابل او اسلاماباد دې د ډیپلوماټیکو لارو له لارې یوې حل لارې ته ورسېږي. د ده په وینا، افغانستان او پاکستان چې دوه ګاونډي اسلامي هېوادونه دي، باید د اختلافونو مسؤلانه مدیریت وکړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د وروستیو څلرویشتو ساعتونو په ترڅ کې د ترینګلتیا کچه د تېرې ورځې په پرتله راټیټه شوې، خو د سیمهییزو هڅو لړۍ د بحران د بشپړ کنټرول لپاره لا هم روانه ده. سره له دې چې نږدې دوه اوونۍ د نښتو له زیاتېدو تېرېږي، خو دواړه لوري لا تر اوسه وروستۍ موافقې ته نه دي رسېدلي.
په پاکستان کې د «تحریک حفاظت از آیین» غورځنګ په یوه ناسته کې د هېواد د بهرني سیاست د شفافیت غوښتنه کړې ده. د دې غورځنګ ویاند، حسین احمد یوسفزی ویلي چې د پاکستان وګړي نه پوهېږي د افغانستان سره د شخړې لامل څه دی او حکومت باید په دې اړه وضاحت ورکړي.
په همدې وخت کې د پاکستان د دفاع وزیر د جګړو پر دوام ټینګار کړی دی. برعکس، د طالبانو د ادارې د دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې دوی د اوږدې جګړې لپاره چمتووالی لري او «هیڅ وېره» نه لري.
سیاسي شنونکي وايي، د دواړو لورو لهخوا د جګړې په اړه توندې څرګندونې کولای شي وضعیت لا پېچلی کړي. د هغوی په باور، تمه ده د طالبانو اداره د پوځي چمتووالي پر ځای، ډیپلوماټیکې لارې او رغوونکی تعامل په لومړیتوب کې ونیسي، ځکه چې د ترینګلتیا دوام به تر ټولو زیات اغېز پر سرحدي سیمو اوسېدونکو او له پلوه زیانمنو سیمو کې پر بشري وضعیت ولري.




