اوچا: د ښځو محدودیتونه او سختې وچکالۍ په افغانستان کې ژوند سخت کړی

د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کې ټینګار کړی چې له دې سره چې د طالبانو د واکمنۍ له څلورو کلونو زیاته موده تېره شوې، افغان ښځې او نجونې لا هم له سختو او ځپنکو محدودیتونو سره مخ دي، چې هغوی له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه منع کوي.
دا راپور چې د چهارشنبې په ورځ، د لړم ۲۸مه او د نړيوال بشردوستۍ له ورځې سره هممهاله خپور شوی، زیاتوي چې په اوسني وضعیت کې ښځو او نجونو ته عاجلې مرستې حیاتي اهمیت لري، ځکه چې د هېواد نیمايي وګړي د ژوند د دوام لپاره له بشري مرستو سره تړلي دي.
اوچا خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري وضعیت کړکېچ د ګڼو ستونزو له امله زیات شوی، په ځانګړي ډول د نږدې دوو میلیونو افغانانو جبري ستنېدنه له ایران او پاکستان، سختې وچکالۍ او نړیوالو مرستو کې کموالی. زیات شمېر راستنېدونکي له مجبوریته هېواد ته ورګرځېدلي او اړینې امکانات نه لري.
په اقلیمي برخه کې، اوچا ویلي چې افغانستان په تیرو څو لسیزو کې له یو له سختو وچکالیو سره مخ دی، د راپور پر بنسټ، سږکال کرنیز حاصلات سخت زیانمن شوي، مالداري له لوږې سره مخ ده او سلګونه کورنۍ اړ شوې چې له خپلو مېنو مهاجر شي، تر څو د اوبو او خوړو سرچینې ومومي.
راپور وايي، د وچکالۍ دوام او د باران کمښت به د ۲۰۲۵ کال په کرنیزو تولیداتو ژور منفي اغېز وکړي، چې د زرګونو بزګرانو ژوند له خطر سره مخ کړی.
اوچا همداراز ویلي چې سږکال افغانستان ته د بشري مرستو اندازه په پام وړ ډول کمه شوې، حال دا چې دا هېواد د طبیعي پېښو لکه مرګونو زلزلو، په ځانګړي ډول په کونړ او بلخ ولایتونو کې، سره هم لاس او ګرېوان دی.
اوچا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له بشري وضعیت سره بېپروا پاتې نشي او ژر تر ژره معیاري او هدفمند ملاتړ له ولس، په ځانګړي ډول له ښځو او ماشومانو سره، تأمین کړي.




