ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

اوچا د افغانستان د وچکالۍ د مخنيوي لپاره ۱۴ ميليونه ډالر ځانګړي کړل

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې ۱۴ ميليونه ډالر د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان د وچکالۍ د مخنيوي او د هغې د اغېزو د کمولو په موخه ځانګړي شوي دي. د اوچا په وينا، دا مرسته به له ۷۸۰ زرو څخه زيات کسان په بېلابېلو سيمو کې تر پوښښ لاندې راولي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، دغه مرسته‌يي بسته د نغدو مرستو، د پاکو اوبو برابرولو، روغتيايي خدمتونو او د زيانمنو کورنيو لپاره د سرپناه د برابرولو ملاتړ شاملوي؛ هغه کورنۍ چې د وچکالۍ له امله د ژوند منابعو له جدي کمښت سره مخ شوې دي.

اوچا په خپل راپور کې ټينګار کړی، چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې د اقليمي بدلونونو له امله تر ټولو زيات زيان ويني. د دې نهاد په وينا، شاوخوا ۸۰ سلنه کليوالې کورنۍ د خپل ژوند د برابرولو لپاره پر کرنې متکي دي، خو د بارانونو کموالی او بې‌نظمي د کرنيزو ځمکو د له منځه تلو او د خوړو د خونديتوب د خرابېدو لامل شوی دی.

بشردوستانه بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی، چې د اقليمي بحران دوام، د اقتصادي بنديزونو او د طالبانو تر ادارې لاندې د کمزورې مديريت له امله، د افغانستان د ميليونو اوسېدونکو د ژوند لومړنيو سرچينو ته د لاسرسي خطر زيات کړی او يو دوامدار او شفاف غبرګون ته اړتيا لوړه کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button