اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان د اوبو او حفظالصحې مرستې ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې به لږ تر لږه ۱۵.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې د پاکو څښاک اوبو او حفظالصحې خدمتونو ته د لاسرسي لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا ولري. دغه بنسټ ویلي، د دې اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۶۳.۳ میلیونه ډالرو بودجه اړینه ده.
اوچا زیاته کړې چې یو لړ هممهاله کړکېچونه – لکه د کډوالو پراخ بېرتهراګرځېدنه، وچکالي، د ساري ناروغیو خپرېدل، پرلهپسې سېلابونه او زلزله – د هېواد په ډېرو سیمو کې د اوبو او حفظالصحې وضعیت له جدي اغېزو سره مخ کړی دی. دا فکتورونه، په ځانګړي ډول په زیانمنو سیمو کې، پر محدودو سرچینو بېسارې فشارونه رامنځته کړي دي.
د تېر کال د ملي ارزونې له مخې، ۸۵ سلنه کورنیو لږ تر لږه له یوه چاپېریالي خطر سره مخ شوې؛ په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۶۷ سلنه و. اوچا دا زیاتوالی د اقلیمي بحرانونو ژورتیا او د موجودو سیستمونو د کمزورۍ نښه بولي چې نشي کولای په مؤثر ډول غبرګون وښيي.
دغه اداره زیاته کړې چې د هغو کورنیو شمېر چې اړ شوي اوبه د خپلو لګښتونو په لومړیتوب کې وساتي، له ۳۷ سلنې ۲۶ سلنې ته راکم شوی دی، چې دا د اوبو د لاسرسي د خرابېدو او د لوړې بیې څرګندونه کوي. همدارنګه ۳۷ سلنه کورنۍ له صابون پرته دي، چې دا د حفظالصحې د لومړنیو توکو د برابرۍ او اخیستلو توان کې د جدي نیمګړتیا نښه ده.
اوچا ویلي چې په روان میلادي کال کې په ټولیز ډول ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا لري. د مرستو بنسټونو د ۱۷.۵ میلیونو کسانو د مرستې لومړیتوب ټاکلی او د دې هدف لپاره یې ۱.۷۲ میلیارده ډالره بودجه غوښتې ده.
خو د تېر کال د بشري مرستو د بودجې شدید کمښت لامل شو چې میلیونه اړمن کسان د مرستو له لېست څخه بهر پاتې شي. منتقدان وايي، د طالبانو د ادارې د بېکفایتۍ، د مرستندویو بنسټونو د فعالیتونو پر محدودېدو او د شفافو چوکاټو د نشتوالي له امله د ټولنې د زغم او مقاومت کچه نوره هم راټیټه شوې او اصلي فشارونه یې د افغانستان پر وګړو پرېوتي دي.




