اوچا: په وروستيو سېلابونو کې ۱۹ کسان وژل شوي او سلګونه کورونه ويجاړ شوي

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د تېرې اوونۍ د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
اوچا د سهشنبې په ورځ، د وري ۱۱مه، په يو پيغام کې ويلي چې دا شمېرې د کب له ۲۶مې تر ۳۱مې پورې ثبت شويو پېښو پورې اړه لري. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې نږدې ۶۰۰ کورونه هم وران شوي دي.
سېلابونه هرکال د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د انسانانو ژوند او شتمنۍ زيانمنوي؛ خو د طبيعي پېښو پر وړاندې د خلکو د دوامدارې زيانپذيرتيا مسئله، د طالبانو د ادارې د تيارۍ او مخنیوي اقداماتو په اړه پوښتنې راپورته کوي.
په همدې وخت کې، د طالبانو اداره وايي چې د تېرې اوونۍ د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۸ تنه وژل شوي دي. د دواړو اړخونو د شمېر ترمنځ توپير ښيي چې د معلوماتو د راټولولو او خپرولو بهير کې لا زيات شفافيت ته اړتيا ده.




