ټولنه‌یزمهم خبرونه

اوچا: د افغانستان په شمال کې زلزله‌ځپلي کورنۍ لا هم بې‌سرپناه دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په شمال کې د یوې میاشتې مخکې شوې زلزلې له کبله اغېزمنې شوې کورنۍ لا هم د مناسب سرپناه له نشتوالي او د لومړنيو مرستو له کمبود څخه کړېږي.

د دې راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ ۱۳مه خپور شوی، هغه سیمې چې مخکې هم له سختې وچکالۍ ځپلې وې، اوس له ژور بشري بحران او د ژوند د بیا رغونې له جدي ستونزو سره لاس او گریوان دي.

اوچا خبرداری ورکړی چې د ژمي په رارسېدو سره، بې‌سرپناه کورنۍ چې له اساسي امکاناتو بې‌برخې دي، کولای شي له ناوړه انساني پایلو سره مخ شي. په ځانګړي ډول ماشومان، زاړه کسان او ښځې به له دې وضعیته ډېر زیات اغېزمن شي.

دغه نړیوال سازمان د مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اوسني مرستې د زلزله‌ځپلو له واقعي اړتیاوو سره ډېر واټن لري. اوچا له بشردوستانه بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې خپلو مرستو ته باید بیړنی او پراخ بڼه ورکړي.

په داسې حال کې چې د هېواد شمالي سیمې د فقر او بشري ناورین له سخت حالت سره مخ دي، د طالبانو اداره تراوسه د سرپناه برابرولو یا له نړیوالو ادارو سره د هماهنګۍ لپاره مؤثره اقدام نه دی کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button