ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

اوچا: په افغانستان کې له څلورو میلیونو زیات خلک د سرپناه اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۴.۲ میلیونه افغانان د سرپناه او اړوندو بشري ملاتړ اړتیا ولري. دا اړتیا د طبیعي پېښو د زیاتوالي، د کډوالو د بېرته ستنېدو او اقتصادي ستونزو له امله نوره هم ډېره شوې ده.

اوچا په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د دغو عواملو شدت د کورنیو زیان‌منونکې کچه لوړه کړې، په ځانګړي توګه په هغو سیمو کې چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او یا د بېرته راستنېدونکو کسانو کوربه دي. د دې پایله دا شوې چې ډېری اوسېدونکي د خوندي سرپناه د برابرولو توان له لاسه ورکړی دی.

د ارزونې له مخې، مرستندویه بنسټونه پلان لري چې راتلونکي کال کې ۸۸۱ زره کسانو ته د بېړني سرپناه او غیر خوراکي توکو مرستې ورسوي. دغه مرستې د سړو موسمونو او بحراني حالاتو د تېرېدو لپاره حیاتي بلل شوې دي.

اوچا ټینګار کړی، چې د یادو پروګرامونو پلي کولو لپاره د ۱۶۰.۳ میلیونه امریکایي ډالرو بودجې ته اړتیا ده. همدارنګه، د مرستو رسوونکو بنسټونو ویلي، چې د دوامدارو ملاتړیو تګلارو نشتوالی او د هېواد دننه محدودیتونه د دې لویو بشري اړتیاوو د مؤثر غبرګون وړتیا کموي. راپور زیاتوي، چې د طالبانو د ادارې پر غاړه لا هم پوښتنه پاتې ده، چې ولې د خلکو د بنسټیزو خوندیتوب شرایطو د برابرولو په برخه کې لازم ګامونه نه پورته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button