اوچا: د طالبانو د بندیزونو باوجود افغان ښځې د مرستو په لومړۍ کرښه کې دي

د ملګرو ملتونو د بشرپالې مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، سره له دې چې د طالبانو اداره پر ښځو د کار او حرکت محدودیتونه زیاتوي، افغان ښځې لا هم د اړمنو خلکو د مرستو په لومړۍ کرښه کې فعالیت کوي.
اوچا د یکشنبې په ورځ، چې د ښځو د نړیوالې همبستګۍ له ورځې سره سمون لري، په یوه پیغام کې ټينګار کړی چې د بشري مرستو په برخه کې د ښځینه کارکوونکو ملاتړ ډېر اړین دی. دغه اداره وايي، که ښځې د مرستو په پروګرامونو کې ګډون ونه لري، د مرستو بهیر به له جدي ننګونو سره مخ شي.
اوچا په خپل پیغام کې ویلي: «بې له عدالت څخه د افغان ښځو او نجونو لپاره، واقعي عدالت شتون نه لري.» دا اداره زیاتوي، ښځې په ځانګړي ډول په لرې او زیانمنو سیمو کې کورنیو ته د مرستو رسولو بنسټیز رول لري.
په ورته وخت کې، یو شمېر نورو مرستهکوونکو بنسټونو چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د طالبانو له خوا پر ښځو د کار او فعالیت بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. دوی خبرداری ورکړی چې د دغو محدودیتونو دوام نه یوازې د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د میلیونونو اړمنو خلکو ته د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر هم ګډوډوي.
له هغه وروسته چې د طالبانو اداره بېرته واک ته رسېدلې، پر ښځو د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګول شوي دي؛ هغه اقدامونه چې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي او لا هم د بشري حقونو د سازمانونو له خوا تر نیوکې لاندې دي.



