نورالدين عزيزي: په افغانستان کې نشه يي مواد له منځه تللي دي

نورالدين عزيزي، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير، د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو ناستو پر مهال اعلان وکړ چې په افغانستان کې نشه يي مواد له منځه تللي دي. د ده په وينا، اوس د نشه يي موادو پر ځای د افغانستان پنبه توليديږي چې له لوړ کيفيت څخه برخمنه ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په تېرو کلونو کې د نشه يي موادو کر او قاچاق د افغانستان د جدي اقتصادي او امنيتي ستونزو له ډلې ګڼل کېده. طالبانو تر دې وړاندې څو ځله د کوکنارو د کر منع اعلان کړې، خو د دې منع د اغېز په اړه روښانه جزئيات او خپلواکه شمېرې تر اوسه له رسنيو سره نه دي شريک شوي.
عزيزي په دې ناسته کې، چې موخه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختيا وه، هڅه وکړه پنبه د يو بديل اقتصادي محصول په توګه معرفي کړي او د هغې پر کيفيت ټينګار وکړ. افغانستان د سيمې له مهمو د پنبه توليدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او دا محصول په يو شمېر ولايتونو کې د کليوالو د عايد مهمه منبع ده.
خو د اقتصاد کارپوهان باور لري چې د بديلو کرهڼو دوامدار بديل رامنځته کول اوږدمهاله پلان جوړونې، د زيربناوو پانګونې او د سيمه ييزو بازارونو ډاډمن لاسرسي ته اړتيا لري؛ هغه موضوع چې تمه ده د طالبانو اداره د هغه د عملي کولو په اړه لا زيات وضاحت وړاندې کړي.




