کلتور او هنرمهم خبرونه

په دوشنبې کې د درې هېوادونو د شاعرانو په ګډون د نوروز کلنۍ غونډه ترسره شوه

د نوروز کلنۍ غونډه د افغانستان، ایران او تاجیکستان د یو شمېر شاعرانو او فرهنګی څېرو په ګډون د پنجشنبې په ورځ، د حوت په ۲۸مه نېټه، د دوشنبې ښار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د دریو هېوادونو ادبي او فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی و او د سیمې پر تاریخي او فرهنګي اړیکو ټینګار وشو.

د افغان ګډونوالو په منځ کې لطیف ناظمي، تانیا عاکفي او مژگان ساغر هم حضور درلود. همدارنګه، ډاکټر نجیب‌الله مسیر، د افغانستان د پخواني صدارت مرستیال، او فیاض‌الدین غیاثي، د هېواد پخوانی دیپلومات، هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

یو شمېر ایراني شاعران او فرهنګیان هم په دې پروګرام کې ګډون کړی و او د نوروز د مقام او رول په اړه یې په سیمه‌یزه کلتوري فضا کې خبرې وکړې، خو د هغوی د ویناوو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

غونډه د تاجیکستان د ملي علومو اکاډمۍ د رییس قابل‌جان خوشوقت‌زاده د پرانیستونکې وینا سره پیل شوه. همدارنګه پروفیسور مسرو عبدالله، د تاجیکستان د ولسمشر د مرستیال لوړې سلاکار، او عبدالله‌زاده ابراهیم، د تاجیکستان د د دوستی او فرهنګي اړیکو ټولنې مرستیال، د مبارکۍ پیغامونه وړاندې کړل.

د نوروز کلنۍ غونډه له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د امام‌علي رحمان، د تاجیکستان د ولسمشر، د لارښوونې له مخې د آریایي تاریخ او تمدن د څېړنو او د نړیوال نوروز مرکز د رامنځته کېدو په موخه پیل شوې او هر کال ترسره کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button