
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د سهشنبې په ورځ، د دلوې په اوومه نېټه، اعلان وکړ چې ناروې د افغانستان د بشردوستانه صندوق لپاره لس ميليونه کرونې مرسته کړې ده، چې نږدې نُه سوه نَووي زره امريکايي ډالرو سره برابرېږي.
اوچا په ټولنيز شبکه ایکس کې په خپره شوې خبرپاڼه کې د ناروې له حکومت څخه د دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا بوديجه به د لومړۍ کرښې همکارانو ته دا توان ورکړي چې د ناڅاپي عاجلو پېښو پر مهال چټک او اغېزمن غبرګون وښيي.
اوچا زياته کړې چې د افغانستان بشري بحران لا هم پراخ دی، او د روان ميلادي کال په ترڅ کې ۲۱.۹ ميليونه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري. د دوامدارو محدوديتونو او د هېواد د جوړښتي ستونزو له امله د بنسټيزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.
د اوچا په وينا، د بشري بنسټونو لومړيتوب دا دی چې ۱۷.۵ ميليونه کسانو ته مرستې ورسوي، خو د دې مرستو پوره کولو لپاره ۱.۷۲ ميليارد ډالرو ته اړتيا ده، چې د نړيوالې ټولنې له دوامدار ملاتړ پرته يې برابرول له نامعلوم برخليک سره مخ دي.



