مهم خبرونهنړیوال

د شمالي کوريا خبرداری: د امريکا پوځي شتون د کوريايي ټاپووزمې بې‌ثباتي زياتوي

د شمالي کوريا حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا د پوځي حضور او فعاليتونو د پايلو په اړه خبرداری ورکړی او هغه يې د سيمې د تاوتريخوالي د زياتېدو اصلي لامل بللی دی.

په دې اعلاميه کې ويل شوي، د واشنګټن وروستۍ کړنې، په ځانګړي ډول پوځي برخې ته په پام سره، د اټومي بې‌ثباتۍ خطر زيات کړی او د سيمې امنيت يې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. پيونګيانګ ټينګار کړی چې دا تګلارې پر ځای د تاوتريخوالي د کمولو، د تقابل فضا نوره هم توده کوي.

شمالي کوريا په ځانګړې توګه د امريکا د اټومي بريدګر آبدوز د جنوبي کوريا د «بوسان» اډې ته د ورتګ يادونه کړې او دغه اقدام يې تحريک کوونکی بللی دی؛ هغه عمل چې د دې هېواد په باور، د کوريايي ټاپووزمې د تاوتريخوالي کچه لوړه کړې ده.

ورپسې پيونګيانګ د امريکا او جنوبي کوريا د وروستيو پوځي همکاريو په اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې د واشنګټن له خوا سيول ته د اټومي آبدوزونو د پراختيا جواز ورکول، د کوريايي ټاپووزمې امنيت په مستقيم ډول تر اغېز لاندې راولي او د سيمې ثبات ګواښي.

شمالي کوريا د اعلاميې په پای کې ټينګار کړی چې د امريکا د پوځي تجهيزاتو او اټومي آبدوزونو استقرار د دې هېواد د پولو ته نږدې، به د پيونګيانګ دريځ ونه بدلوي، او دغه هېواد به د هغه څه پر وړاندې چې نظامي فشار يې بولي، هېڅ شاتګ ونه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button