شمالي کوریا د ختیځ سمندر پر لور لس بالستیک توغندي ویشتل

د سویلي کوریا د وسلهوالو ځواکونو عمومي قرارګاه اعلان کړی چې شمالي کوریا نن د شنبې په ورځ شاوخوا لس بالستیک توغندي د ختیځ سمندر پر لور وتوغول. د دغه بنسټ په وینا، دا توغنديزې ازموینې د شمالي کوریا د «سونان» سیمې څخه د محلي وخت له مخې شاوخوا ۱۳:۲۰ بجې ترسره شوې او د سیول د څار سیسټمونو لخوا ثبت شوې دي.
د سویلي کوریا پوځ په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې دغه هېواد د شمالي ګاونډي له هر ډول هڅوونکي اقدام سره د قاطع غبرګون لپاره بشپړ چمتووالی لري. د توغندیو د لېرې واټن او ډول په اړه لا تر اوسه جزییات نه دي خپاره شوي.
تر دې وړاندې، د سویلي کوریا دفاع وزارت هم د جاپان د سمندر پر لور د یوه نامعلوم توغندي د توغولو خبر ورکړی و. د جاپان د دفاع وزیر ویلي چې دغه توغندی، چې ښایي بالستیک ډول وي، د جاپان له ځانګړې اقتصادي سیمې بهر پرېوتی دی.
دغه پېښې هممهاله له هغو کلنیو ګډو پوځي تمرینونو سره روانې دي چې د سویلي کوریا او متحده ایالاتو ترمنځ د «آزادي سپر» په نوم ترسره کېږي. د دغو تمرینونو یوه برخه نن د سیول شمال ته په یونچون کې د یوې سیند غاړې ته ترسره شوه.
په عین حال کې، د شمالي کوریا د مشر خور څو ورځې وړاندې د دغو پوځي تمرینونو پر دوام نیوکه وکړه او دغه عمل یې د خپل هېواد د امنیت لپاره ګواښ وباله. هغې خبرداری ورکړی و چې د پیونګیانګ پر ضد هر ډول اقدام به جدي پایلې ولري.




