په درې زره ښارونو کې د «پاچا ته نه» پراخ لاريونونه په امريکا کې ترسره شول

ميليونونه د امريکا متحده ايالاتو اوسېدونکي د شنبې په ورځ د سراسري «پاچا ته نه» په نوم د کارزار په ترڅ کې په درې زره او يو سلو ښارونو کې د لاريونونو لپاره کوڅو او سړکونو ته راووتل. د لاريونونو تنظيموونکو ويلي چې دا اعتراضونه د هېواد په ټولو پنځوسو ايالتونو کې ترسره شوي او محوري غوښتنې يې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کورنيو او بهرنيو تګلارو مخالفت دی، چې پکې د ژوند د لګښتونو زياتوالی او له ايران سره د جګړې موضوع هم شامله ده.
د امريکايي رسنيو د راپور له مخې، له سهار وختي په ستر ښارونو لکه واشنګټن ډي سي، نيويارک، شيکاګو، بوسټن، مينياپوليس او سن ډيګو کې دا غونډې پيل شوې. خپرو شوو انځورونو ښيي چې ګڼ شمېر لاريون کوونکي د شعارونو او ليکلي تختو په لاس کې نيولو سره د حکومت د اقتصادي او بهرنۍ تګلارې د بدلون غوښتنه کوي.
په آيووا ايالت کې د امريکايي خبريال مورګن جي. فريمن له خوا د احتجاجونو انځورونه په ټولنيز جال ایکس (X) کې شريک شوي دي. په دغو انځورونو کې ليدل کېږي چې ځينې لاريون کوونکي د امريکا د کډوالو او ګمرک د پوليسو د کړنو پر وړاندې شعارونه ورکوي.
راپورونه د اټلانتا او فېلادلفيا له ښارونو څخه هم ورکول شوي، چې په کې ويل شوي لسګونه زره کسان راټول شوي دي. د امريکا رسنيو دا لاريونونه د وروستيو کلونو له پراخو هممهالو اعتراضونو څخه يو بللی دی.
هممهال، د امريکا له دغو اعتراضونو سره يو وخت، د اروپا په يو شمېر هېوادونو لکه ايټاليا، فرانسه، هسپانيا، جرمني، هالېنډ او همدارنګه په آسترالیا کې هم د خلکو غونډې شوې دي. ګډونوال د امريکا د ولسمشر د اعلام شوو ځينو تګلارو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.




