سياستمهم خبرونه

نظام‌الدین قیصاري ځان د جنبش ملي ګوند نوی مشر اعلان کړ

نظام‌الدین قیصاري، چې د افغانستان په شمال کې یو پېژندل شوی سیاسي او نظامي شخصیت بلل کېږي، په یوه وروستي غونډه کې چې په ایران کې ترسره شوې، اعلان وکړ چې د جنبش ملي افغانستان ګوند مشري یې پر غاړه اخیستې ده. نوموړي همدا راز عادل بیک د خپل ویاند په توګه معرفي کړ.

دغه اقدام د مارشال عبدالرشید دوستم، چې د دې ګوند بنسټ‌ګر او پخوانی مشر بلل کېږي، له رضايت او توافق پرته شوی دی؛ یو داسې موضوع چې ښايي د ګوند دننه اختلافات او انشعاب ته لار هواره کړي.

د افغانستان جنبش ملي ګوند د ازبک‌تبار وګړو ترمنځ له ډېرو با نفوذه سیاسي جریانونو څخه ګڼل کېږي. مارشال دوستم د لسیزو لپاره د دغه ګوند مشري کړې. قیصاري له خوا د مشرتابه یو اړخیز اعلان ښايي د دې ګوند په بېلابېلو څانګو کې سخت غبرګونونه وپاروي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې دا مهال د افغانستان سیاسي فضا د طالبانو تر ولکې لاندې ده او دغه فضا د سیاسي ګوندونو د ځپلو، په سیاسي څېرو د فشار راوړلو او حزبي جوړښتونو د کمزوري کولو شاهده ده. دا ډول رفتارونه که څه هم کېدای شي د رسمي سیاسي جوړښتونو د بندښت پر وړاندې غبرګون وي، خو د کورنیو دموکراتیکو میکانیزمونو د نشتوالي له امله د دغو پرېکړو د مشروعیت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button