اقتصادمهم خبرونه

په نیمروز کې د ابریشم سړک او پُل ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د نیمروز ولایت سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی چې د «ابریشم پُل» په نوم د سړک او پُل د جوړولو کار د دې ولایت تر ګمرک پورې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ شوی او اوس یې خلکو ته د استفادې لپاره سپارلی دی.

د چارواکو په وینا، دا پروژه یو دوه نیم کیلومتره اوږد سړک او یو پُل شاملوي، چې موخه یې د تګ راتګ د آسانتیاوو رامنځته کول او د توکو د لېږد اسانتیا ده.

سیمه‌ییزو چارواکو زیاته کړه چې د دې پروژې لګښت د عربی عبدالله بن محمد بن آل ثانی خیریه بنسټ له خوا ورکړل شوی او د جوړولو بهیر یې د نیمروز د سرپرست والي تر څارنې لاندې ترسره شوی دی.

نیمروز ولایت د پولو د موقعیت او سوداګریزو فعالیتونو له امله د هغو سیمو له ډلې ده، چې د ترانسپورتي بنسټونو پراختیا پکې د اقتصادي فعالیتونو او د خلکو د خدماتو ته لاسرسي پر وضعیت اغېز لرلای شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button