مهم خبرونهنړیوال
د نايجېرياً په يوه کان کې چاودنه، ۳۸ کانکيندونکي ووژل شول

د نايجېرياً په مرکزي برخه کې د پلاتو په ايالت کې د يو کان د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۸ کانکيندونکي وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې او قربانيان زياتره د يوې د سيسو (سرب) کان کارکوونکي وو.
د سيمې ځايي سرچينو د فرانس پرېس اژانس ته ويلي چې چاودنه د دغه ايالت په يو کان کې رامنځته شوې ده. د دغو سرچينو په وينا، د ټپيانو د لېږد عمليات روغتيايي مرکزونو ته سمدستي له پېښې وروسته پيل شوي وو.
عليو آدامو ادريس، چې د سيمې له ځايي چارواکو څخه دی، تاييد کړې چې تراوسه د ۳۸ کسانو مړينه ثبت شوې او شاوخوا ۲۷ ټپيان درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي.
د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، په کان کې د ګازو راټولېدنه د دغه چاودنې اصلي لامل بلل شوی دی. د پېښې د لا زياتو جزيياتو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.




