زلزلې په سمنگان کې د ۹ ولایتونو برېښنا پرې کړې

برشنا شرکت اعلان کړی چې پرون شپه په سمنگان ولایت کې شوې زلزلې د وارداتي برېښنا شبکې پراخ اختلال رامنځته کړی، او د کابل په ګډون د ۹ ولایتونو برېښنا یې بشپړه پرې کړې ده.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د ازبکستان څخه واردېدونکي برېښنا مزي د نایبآباد نه تر سمنگان او د خُلم ولسوالۍ نه تر پلخمري ښار پورې په دوه مسیرونو کې له فعالیته لوېدلي دي. د برېښنا دغه پرېکون د کابل، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، غزني او میدان وردګ ولایتونه چې برېښنا یې د ازبکستان له لارې تامینېږي، له برېښنا بېبرخې کړي دي.
برشنا شرکت دا هم ویلي چې د تاجیکستان څخه قندز ته واردېدونکی برېښنا مزي هم د دې زلزلې له امله پرې شوي، چې له امله یې هغه ولایتونه چې د تاجیکستان برېښنا ورباندې وربریده، اوس په تیاره کې دي.
که څه هم دا یو بحراني وضعیت دی، برشنا اطمینان ورکړی چې د دې ادارې تخنیکي ټیمونه هڅه کوي ترڅو د برېښنا مزو ژر تر ژره ترمیم وکړي او وارداتي برېښنا بېرته وصل کړي. په ورته وخت کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د مؤثر مدیریت نشتوالی او د هېواد زیربنایي بحرانونه یو ځل بیا د بنسټیزو خدماتو د تامین ستونزې ښکار کړې دي.




