ټولنه‌یزمهم خبرونه

په فیض‌اباد کې د ترافيکي ګڼه‌و‌ګوڼې د کمېدو لپاره د نوې سړک جوړولو کار پيل شو

د بدخشان ولايت د اوسېدونکو د پرله‌پسې شکايتونو په ځواب کې، چې د فيض‌اباد ښار د سخت ترافيکي ازدحام په اړه یې کړي وو، د دې ولايت شاروالۍ اعلان کړی چې د معادنو رياست په همغږۍ سره به د يو نوي سړک د جوړولو کار پيل کړي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دا سړک به ۳۴۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره پلنوالی ولري او د جوړېدو لګښت یې ۲۷ ميليونه افغانۍ اټکل شوی دی. د شاروالۍ چارواکي وايي، دا پروژه به د ښار په يوه ډېر ګڼه‌ګوڼه سیمه کې پلي شي تر څو د اصلي لارو ترافيکي فشار راکم کړي.

فيض‌اباد چې د بدخشان مرکز دی، په وروستيو کلونو کې د وسايطو د تګ‌راتګ له زياتوالي سره مخ شوی، خو د ښار بنسټیزې زېربناوې د نفوس د ودې له بهير سره سمې نه دي وده کړې. دغه حالت څو څو ځله د اوسېدونکو د نارضايتي او د ښاري خدمتونو د لاس‌رسۍ د ځنډ لامل شوی دی.

د بدخشان اوسېدونکي د شاروالۍ له دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، که دا پروژه په وخت او معياري ډول پلې شي، د ښار زړې ترافيکي ستونزې به تر يوه حده راکمې کړي. له دې سره، د سيمې اوسېدونکي ټينګار کوي چې د طالبانو اداره بايد د لنډمهاله پروژو تر څنګ، د فيض‌اباد د ښاري پراختيا لپاره اوږدمهاله او شفاف پلانونه هم عملي کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button