په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو د ملاتړ نوې دوه کلنه پروژه پيل شوه

نن د جاپان د دولت، د جايکا (د جاپان د نړیوالې همکارۍ اداره) او د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) د استازو په شتون کې يو رسمي مراسم ترسره شول چې پکې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتيا لپاره د يوې نوې دوه کلنې پروژې پيل اعلان شو.
د يادې پروژې موخه د هېواد په سرحدي سيمو کې د ښځو په مشرۍ د ۲۱۰۰ کوچنيو او منځنيو کاروبارونو ملاتړ دی. دغه راز، پروژه غواړي په ټاکل شوو سيمو کې عامه شتمنۍ او ټولنيزې زيربناوې هم پياوړې کړي.
دې پروژه ته په داسې حال کې پيل ورکړ شوی چې د طالبانو اداره د ښځو پر اقتصادي او ټولنيزو فعاليتونو پراخ محدوديتونه وضع کړي، چې له امله يې د دوی د کار او اقتصادي ونډې فضا ډېره راکمه شوې ده. دا حالت د داسې خپلواکو نړیوالو پروژو ارزښت نور هم ډېر کړی چې د ښځو د پياوړتيا لپاره کار کوي.
نړۍ له دې وړاندې هم پر دې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، افغان ښځې له ټولنيز او اقتصادي ژوند څخه حذف کېږي. سره له دې، د UNDP او جاپان لهخوا پيل شوې دا پروژه هڅه کوي چې د ښځو پر وړاندې شوي زیان يوه برخه جبران کړي او هغوی ته نوې فرصتونه برابر کړي.




