اقتصادمهم خبرونه
په لغمان کې د شيدو د يوې نوې پروسس فابريکې د فعاليت پيل

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې د قرغيو ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د شيدو يوه نوې پروسس فابريکه جوړه شوې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده.
د دغو چارواکو په وينا، د دې فابريکې د جوړولو لګښت شاوخوا څلور ميليونه افغانۍ شوی او دا د ورځې پنځه زره ليټره شيدې د پروسس وړتيا لري.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په دې فابريکه کې له پروسس شويو شيدو څخه بېلابېل لبني محصولات لکه پنير، کوچ، مسته او ورته نور توکي توليديږي.
چارواکي وايي، د دې فابريکې د جوړېدو موخه د سيمهييزو مالدارانو ملاتړ، د شيدو د ضايعاتو راکمول او د لبنياتو د ارزښت زياتوالی په کليوالو سيمو کې رامنځته کول دي.




