امنیت او پېښېمهم خبرونه

په کابل کې د نشه‌يي تابليتونو له درې زره نه د زياتو تابليتونو سره شپږ تنه نيول شوي

د کابل د مخدره موادو پر ضد پوليسو ويلي، چې د پلازمېنې په بېلابېلو ناحيو کې د هدفمند عملياتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه‌يي تابليتونو د قاچاق پر تور نيولي دي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، له نيول شويو کسانو څخه شاوخوا درې زره نشه‌يي تابليتونه نيول شوي، چې ښايي د ښار په کچه د پلور لپاره چمتو شوي وو. نيول شوي کسان د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي، خو تر اوسه د عملياتو د کره سيمو جزئيات له رسنيو سره نه دي شريک شوي.

پوليسو دا هم تاييد کړې، چې نيول شوي کسان به له لومړنيو تحقيقاتو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

په داسې حال کې چې طالبانو کليدي امنيتي او اداري مرکزونه تر خپل واک لاندې راوستي، په کابل کې د نشه‌يي موادو د قاچاق او پلور کچه لوړه شوې، چې دا موضوع د طالبانو ادارې د اجرایي بې‌کفایتۍ او ناغېړۍ پر وړاندې جدي پوښتنې راولاړوي. منتقدان وايي، تر هغه چې يوه ځواب ورکوونکې اداره او شفاف جوړښت رامنځته نه شي، د قاچاق شبکه‌ګانو سره مبارزه عملي نه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button